ايا طالبان د دولت په مقابل کي قوت دې که مز احمت
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                                                                                               ٢٠٠٧  _ ٩_ ٩               

تبصره

  

 دطالبانواوجنوبې کوريا داستازوتر منځ هغه خبري اومذاکري چه دغزنې په ولايت کښي دامريکاتررهبري لاندي دناټودستر ځواک اودافغانستان ددولت تر مستقيموبيرغونولاندي دوي هفتي مخکي دطرفينوپه کامل رضايت سره پاي ته ورسيدلي . دې خبرواومذاکرو   څه پايلي  په سياسي اونظامي لحاظ  پريښوولي ٠

 دامريکا تر رهبر ي لاندي  ائتلافي اواوسني ناټوئې يرغلي  ځواکونه چه دتروريزم اومخدره موادودمنځه تلو په بهانه   و  خپلو ستراتيږيکي اهدافوته درسيدوٍٍٍٍٍٍٍٍپرمخ دافغانستان په مختليفوسيمو کي  پر خپل سر    داسي نظامي عمليات   مخ ته بيائې چه په نتيجه کي ددې څوکالوپه جريان کي په زرهاووبې ګناه انسانانو ( کوچنيانو، ښځو ، زړو ،اوځوانانو ) خپل دغريبې ژوند له لاسه ورکړي ، کورونه اومحلات ئې په کنډواله تبديل سوې  دې . ولي متاسفانه  نه دملګروملتونوپه اصطلاح دبشردحقوقومرکزي اداري  اونه لوې  جهانې ټولنې  د دې غيورلاس تړي  ملت ناره وانه وريدل ٠  

چه ددوي د دې ضدي بشري  عملونوپه نتيجه کي   ددولت دمقابل طرف جنګي صفوف ورځ په ورځ   تقويه کیږ ې . هغه داچه ډير ځوانان دخپلودوستانوا و وطندارانودغچ اخستلو   اوهم د وطن دازادې دملي جذبې درلودلوله کبله   ودې ته اړ ايستل کیږ ی   چه ددولت په مقابل طرف کي سنګرونه ونيسي   ٠

چه ددوي   دواړوطر  فو دجنګو نو په نتيجه کي   هر کال تر بل تير کال دبې ګناه افغانانو دښهادت کچه جګه او هم دناټوئې ځواکونودتلفاتوګراف لوړ ځي ٠ ولي بياهم امريکا اوهم يو تعداد دناټودتړون  هيوادونه د سياسي  حل لاري ته سر نه ټيټه وې ٠ داځکه چه دويټنام اوعراق ترخي تجربې هم  ومخ ته نه ايږدې ، اوبيا هم خپلي نا مشروع ګټي دجنګ په لمبو کي ويني ٠ په داسي حال کي چه دامريکا تر رهبري لاندي دناټو اودافغانستان   دولت مخالفين ورځ په ورځ ونوو کاميابيوته ځان رسوي ٠ هغه داچه تقريباغربې ،جنوبې اوشرقي ولايتونود ولسواليوهغه  محلات چه  ناټوئې عسکر اويا افغاني سرتيري نه وې پکښي ځني ئې  دورځي  او شپي اونوري ئې  دشپي له خوا څخه  دطالبانوپه ولکه کي وي ٠ ولي په داسي حال کي چه  دولت په ظاهري ډول دامريکاترمشورو لاندي  دسياست له مخي دملي روغي جوړي اعلان کړي او په دي هکله ئې دمحترم مجديدي تر رياست لاندي   يو کميسون ټاکلي ،څوملت ته وښي ئې چه دادې دولت   دصلح دپاره داسي ستر قدمونه  اخلی    ٠ په داسي حال کي چه داوسني ملي روغي جوړي له پاره ددولت ناري اوتلاښونه  هدف نه بلکه صرف   يو سياست دې ٠ داځکه چه په ټوله نړي کي داسي يومملکت وجودنه لري چه هلته دې   نا ارامي  دخارجي يرغل په نتيجه کي په وجود راغلي وي ،اوبیادې داناارامې  دملي روغي جوړي له لاري دخارجي ځواکونو په موجوديت کي دمنځه يو سي  . او په مملکت کي دي دصلح بيرغ ورپوې  په داسې حال کې چه  دافغانستان دولتي  چارواکي هر وخت  خپلومخاليفونوته تريوتعداد شرطونو لاندي يعني   داساسي قانون  د منلو او دسلاحو تسليمولو په صورت کي  دمذاکري بلنه ورکوي  ٠ ولي ددولت ددې نا سالم سياست په نتيجه کي   دوطن نوي محلات دجنګ و لمبوته ور ننوزې  ، اوبې ګناه انسانان په شهادت رسيږي ٠ ولي يرغلګر ځواکونوته چه پر دې لاستړلي  ملت هرڅه نا خوالي تيريږي  کوم اهميت نه لري ٠  چه په نتېجه کې   دامريکا ددې  ناسالم ،دتکبر څخه ډک دافغان  ملي منافعوضد  سياست  چه په دې تېرو شپږ وکلونو کې مخ ته اچولې دې نه تنهاېوتعداد  خپل هم ګټې مملکتونه دښکاره  ستونځوسره مخامخ کړ ې بلکه افغان  دولت  یې هم ورځ په ورځ له نووستونځوسره مخامخ کوې .  هغه داچه :

١ _ دجنوبې کوريا دهغو ٢٣ يرغملودخلاصون له پاره طالبانوخپل هغه جنګيالي چه دافغانستان ددولت سره اسير دې دخلاصون تقاضا وکړل ، ولي دفعتادامريکا په مشوره  دافغانستان ددولت دخواه څخه ردسول ٠ اوپه دي هکله دجنوبې کوريا استازودخپلو اتباعودخلاصون له پاره دمختليفوداخلي اوخارجي چارواکودروازي وټکولي ، ولي هيڅ کومه مثبته نتيجه ئې په لا س را نه وړ ل ٠ ولي محترم کرزي اوبوش په امريکا کښي ديومطبوعا تي کنفرانس په درشل کي په ګډه سره وويل : چه دطالبانو سره به دکوريائې اتباعوودخلاصون په مقابل کي  باېد  معامله و نه   سې .   چه په نتيجه کي د دوي د دې ناسالم سياست له مخي کوريائې استازو مخامخ خبري دطالبانوداستازو سره دناټو دسترځواک اودافغانستان ددولت تر بيرغونولاندي يعني ددوي تر حاکميت لاندي دغزني په ولايت کښي   شروع اودهري ورځي دمذاکرو پايلي به ئې ژورنالستانوته د طالبانوداستازو له خواه څخه بيانيدلي  ٠ اود څوورځودمذاکرو په نتيجه  کي دواړو طرفوخپل ترمنځ موافقه وکړل ،چه طالبان به کوريائې يرغمل  ازادوي اودجنوبې کوريادولت به خپل عسکر چه دناټو په تشکيل کي په افغانستان کي وظيفه تر سره کوي ،دافغانستان څخه به دعيسوي کال تراخره  وزي ، اوهم به خپل تبليغاتي ګروپونه  به   نور و  افغانستان ته نه راليږي ٠ اودالوبه دطالبانوپه ګټه پاي ته ورسيدله ٠

 ددې سياسي لوبې په اخره کي دافغانستان خارجه وزارت اويوتعدادنوروچارواکووڅنګ ته تر دي چه دجنوبې کوريا هغه توافقات چه دطالبانوداستازو سره ئې وسرته ورسول ، سخت انتقادکړل  ،ولي وڅنګ ته ئې داسي اظهارات هم وکړل چه ګواکي دکوريا دولت پخواه تر دې خبرو اومذاکرو  دخپلوسربازانودوتلوغوښتنه کړي وه ٠ اويوتعداددناټودتړون غړو هم دکوريا دا عمل ور انتقاد کړ ٠ اوورسته بيا په ځينوجمعي رسانوله لاري داسي هم تبليغيدل چه ګواکي طالبانو شل ميليونه ډالره دجنوبې کوريا ددولت څخه په دې  معامله کي ترلا سه کړي دې ٠ ولي دجنوبي کوريا دولت دا سي تبليغات دواقعيت څخه ليري وبلل ٠

ولي په هر صورت  که طالبانوپيسي ترلاسه کړي وي اوکه نه ،او يا که جنوبې کوريا خپل سربازان دافغانستان څخه وباسي اويائې بيرته پريږدي اويا که جنوبې کوريا دخپلوسربازانو دوتلوتصميم پخوا نيولي و و ٠ په داټولوصورتونوکي طالبانوپه سياسي او مورالي لحاظ داسياسي لوبه  دافغانستان ددولت اودناټودستر ځواک څخه وګټل ، هغه دا چه  ;

١ _ دافغانستان دولت اودناټو ستر ځواک  طالبان ئې  ديوقدرت په حيث په غير رسمي ډول وپيږندل ، اواوس ددي واقعيت څخه څوک سترګي نه سي پټولاي ،دا ځکه چه د دولت په حاکميت کي دوي ديو قدرت په حيث ديوبل خارجي هيوادداستازو سره خبري اومذاکري وکړي اوپه ډير مصؤنيت دمثبتونتيجودترلاسه کولوسره خپلومرکزونوته بيرته ستانه سول ٠  

 ٢ _ د افغانستان  ددولت چارواکي تردې خبرو اومذاکرو وروسته نور  بايدداحق وځانته ورنکړي چه دطالبانوسره دسياسي مذاکرو په اړوند دپخواه په شان شرطونه کښنيږدي ٠ يعني داساسي قانون رعايت کول ، اودسلاحوتسليمول دا ځکه چه طالبانونه سلاح  پر مځکه کښيښوول اونه ئې دافغانستان اساسي قانون رعايت کړ ولي په خپل نظامي زور سره ئې ددولتي حاکميت تربيرغ لاندي دبل خارجي هيواد سره ئې دمصؤنيت په فضا کي  خبري وکړي ٠ ځکه نو اوس دافغانستان دولت اودطالبانورهبرانوته په کارده چه پر دي جنګ ځپلي لا س تړلي ملت باندي داسلامي اوافغاني احساس له مخي زړه وسوزي اودواړه طرفه بې له کوم قيده اوشرطه اوربنداعلان اودمذاکري وميزته راغونډ سي ٠ اودافغانستان دولت بايد دامريکا تررهبري لاندي جهاني ټولني ته داسي منطقي قناعت ورکړي چه ژرترژر ه دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل دپاره يوبين المللي کنفرانس جوړ کړي .  ولې ددې کنفرانس افغانې تشکل باېد دبن دکنفرانس په شکل نه وې بلکه داافغانې تشکل باېددملت رېښتېنې نماېنده ګان جوړ کړې . البته داوسنې جنګ دواړه طرفه هم دکنفرانس اصلې برخه تشکېلوې .  چه دابه نه تنها دافغانستان دامنيت تظمين کوو نکي کنفرانس وي بلکه دمنطقي امنيت به ئې خوندي کړي اودجهانې صلحي دپاره به ئې  هم ستر قدم اخستي وي ٠      

 

 


September 9th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات